زموږ په اړه

د پښتو اکاډمي یوه تعلیمي اداره ده چې د پښتو ژبې، ادب او کلتور د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي. زموږ هدف دا دی چې پښتو ژبه په عصري بڼه د نړۍ په کچه معرفي کړو او نوي نسل ته یې ورسوو.

زموږ مشن د پښتو ژبې زده کړه او پوهه عامه کول، د پښتو ادب او فرهنګ ساتنه او پرمختګ او د نوو څېړنو ترسره کول دي. موږ باور لرو چې پښتو ژبه یوه بډایه او خوږه ژبه ده چې د نړۍ په کلتوري شتمنیو کې ځانګړی ځای لري.

زموږ وینجن دا ده چې هر پښتون د خپلې ژبې او کلتور سره نږدې پاتې شي او هغه وپالي. موږ د لوړو معیارونو سره د تعلیمي پروګرامونو وړاندې کولو ته ژمن یو او غواړو چې زموږ زده کونکي په پښتو ژبه کې لوړ مهارتونه ترلاسه کړي.

زموږ ارزښتونه صداقت، نوښت، درناوی او ټولنیزه زمه واري دي. موږ د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره ګډ کار او همکارۍ ته ژمن یو او غواړو چې په دې برخه کې نوې لارې چارې رامنځته کړو.

Pashto Academy