د خاطر یوه مڼه وه چا ورنکړه...
خاطر افرېدی د مڼې پۀ نوم پۀ یوه جینۍ مئین و،چې ور ونه رسېدۀ.
یوه ورځ د مڼې د خپلوانو کره خاطر لاړۀ، مڼه هم هملته وه کوربه ورته پۀ سبا ناري کې شل پراټې راوړې ورته وېویل: کۀ تۀ رښتیا پۀ مڼې مئین یې، پۀ دې پراټو کې یوه یې مڼې پخه کړې هغه مالومه که!
خاطر پراټې جدا،جدا کړې او بیا یې هغه راواخیسته چې مڼې پخه کړې وه.
هلک ټول هک حیران او تعجب پاتې وو.
دۀ ته د عشق درد خوږ ایسیدۀ، د مڼې غم ورته یو خوږ احساس و:
کۀ دې غم پۀ ما امبار وي پروا نشته
د ګلونو لاندې څانګه نۀ ماتیږي
یا
نور مې څۀ دي چې یې ستا پۀ ځوانۍ دود کړم
خو هم دا خپله ځواني راپورې اور شه
خاطر ځان ته ډاډ ورکړی و خو مرګي وار ورنه کۀ دۀ ویل:
خاطره زۀ لۀ تانه چا وړې یم؟
وار بۀ دې راشي کۀ لږ وار دې وکړو
دی ناهیلی شو، د دوو سترګو دیدار یې هم هیله وه هم د سپېرو شونډو دعا:
یو ځلې خو راشه اې د چا د دید بهاره
وچ دې کړم د هجر د شاخونو پۀ سرونو
مګر خاطر لۀ عشقه ټټر زخم او پرې،پرې یووړ، دهغۀ دا خبره رښتیا شوه:
خاطره داسې ګوزار عشق راکړلو
چې بل ګوزار ته بۀ بیدار نه شم
دی پۀ ۳۹ کلنۍ کې داسې ویدۀ شو، جې بیا بۀ بیدار نۀ سي.
د خدای رحم دې وي پرې، یاد یې تل اروا یې مسته!
کۀ خیبر لۀ مڼو ډک شي زۀ بۀ یې څۀ کړم؟
د خاطر یوه مڼه وه چا ورنکړه