د لومړۍ نړېوالې د عسکر یو انځور

زه نور جنګ نکوم

Abdul Qayom Silab
Abdul Qayom Silab 28 Aug 2024

لمړۍ نړیواله جګړه کې یو سرتیري خپل قومندان ته ولیکل!

ښاغلی قومندان صیب: خپله وسله مي خاورو لاندي پټه کړه نور نه جنګیږم

او دا پریکړه مي د مرګ له ویري نه ده

او حتی د میرمني، ځوی او لور دمیني له کبله هم نه ده

که رښتیا وپښتي؟ وروسته تر هغه چي د دښمن یو سرتیری مي په خپلو لاسونو مړ کړ

وروسته مي جیبونه تري وپلټل او یو عجیبه شي سره مخ سوم

د یو ټکر ګاغذ په مخ چي په وینو ککړ وو لیکل سوي وه

(پلارجانه د کومي ورځي نه چي دي یواځي پري ایښي یم هر سهار تر لمر لویدو پوري د دروازي مخي ته ناسته یم اوستا د راتلو لاري څارم

په خدای قسم دا ځل چي راغلي غیږ کې دي ټینګ نیسم او بل ځل دي نه پریږدم جنګ ته رانه لاړ سي)

اوس ما دهغي ماشومي په وړاندي نه بخښونکې ګناه تر سره کړه

ما هغه ماشومه د تل لپاره یو خیالي او بي ګټي انتظار کې پریښوده

هغه به تر کله ناخبره د مړ شوي پلار د راتګ لار څاري

او څونه ورځي به تر لمر لویدو پوري صبا کړي

لعنت په جنګ چي معصوم ماشومان دپلار د میني نه بي برخي کوي.

©

نظر پریږدئ