کوکري خپل پلار ته وويل: بابا ما ته به نن ضرور ښه انسان راښايې؟ زوړ سپی روان شو: راځه نو بچيه. بازار کې د يوې غرفې لاندې کېناستل، پلار به يې چې هر سړی ليده؛ ويل به يې: دې شېخ په تيږو ويشتی يم، دا پکولي ګورې دې په ډانګ وهلی يم، هغه برېتو وينې هغې په نورو سپو داړلی يم، دغه خېټو درته ښکاري، دې بې رحمه خو مې ورور راوژلی... - پلاره دا خو ټول بد دي کنه، ما ته ښه وښايه؟ - سمه ده! دواړه پاڅېدل، روان شول، له ښاره په وتو کې ول، چې د ماشومانو پرې نظر شو، هغوی تيږو ته لاس کړ، دوی منډې کړې... په ستړې ساه يوې هديرې ته ورسېدل، زوړ سپي قبرونو ته لاس ونيوه: زويه، دا ټول چې دلته پراته دي، ښه خلک دي...؟