# د فتوی په باره کي مختصر بحث - لومړۍ برخه
عبدالباري جهاني
فَتْوی یا فَتیا، چي اکثریت پښتانه یې پِتوا تلفظ کوي او جمع یې فتاوی ( فتاوا) ده، په شرعي مسایلو کي د فقیه اودیني عالم حکم دی؛ هغه متن ته فتوی ویل کیږی چي یو دیني عالم یې د خپلو شاګردانو او پیروانو د رهنمايی لپارهلیکي. ( منتهی الارب) سعدي شیرازي وايي:
کجا عقل یا شرع فتوی دهد
که اهل خِرد دین به دنیا دهد
ترجمه: کله عقل او یا شرع دا فتوی سي ورکولای
چي د عقل څښتنان دین، په دنیا سي خرڅولای
هغه شخص چي فتوی ورکوي او یا د فتوی ورکولو صلاحیت ورسپارل سوی وي مفتي نومیږي. فتوی معمولاً داستفتاء یا فتوی غوښتلو په صورت کي ورکول کیږي یا صادریږي. کله کله ځیني علماء او فقها د دیني مسایلو د ښهترا روښانولو او خلکو د رهنمايی کولو په مقصد، له استفتاء پرته هم، فتواوي صادروي او کله کله اسلامي واکمنان اوخلفاء فتواوي صادروي. د مثال په توګه حضرت عمر فاروق د خپل خلافت په وروستیو شپو ورځو کي د زناکار نارینهاو زناکاري ښځي لپاره د سنګسار حکم، چي اختلاف ورباندي موجود وو، په قاطع شکل صادر کړ. د شرابو د چښلوسزا او حد یې، چي مخکي یا حد ورته موجود نه وو او یا څلوېښت دُرې وو، اتیا دُرو ته لوړ کړ؛ او د اسلام د خلیفه دحکم په اساس، په آینده کي همدغه حد وټاکل سو.
فتوی د مفتیانو او د ینی علماوو او فقهاوو قاطع حکمونه دي چي د ژوري او هر اړخیزي دیني پوهي په اساس یېصادروي او د کتاب د حکم حیثیت لري؛ چي چاته د سرغړوني مجال نه پرېږدي. د فتوی په مسله کي تر ټولو لویمشکل دا دی چي د اهل سنت والجماعة د مختلفو مذهبونو او دیني لارو مشرانو هر یوه، د خپلي پوهي، درک اومذهبي لاري سره سم، حکمونه صادر کړي دي او هغه څوک چي یا کافي مذهبي زده کړي ونه لري یا مذهبي کتابونوته لاسرسی ونه لري او یا مذهبي کتابونو ته لاسرسی ولري خو په یوه موضوع کي د دوو یا دریو فتواوو د مقایسهکولو او د سمي فتوی د انتخابولو صلاحیت ونه لري له سختي ستونزي سر ه مخامخ کوي.
یوازي د اهل سنت والجماعة د فتواوو یا فتاوا د کتابونو شمېر، چي هر یو یې تر لسو ټوکو پوري لوی کتابونه دي،شمېر تر سلو پوري رسیږي او که د شیعه فقه فتاوا هم ورسره جمع کړو خو شمېر یې په اصطلاح تر چند اوړي. د مثالپه توګه د اهل سنت والجماعة د پیروانو ځیني فتاوی:
۱: حبیب الفتاوی. د مفتي محمدحبیب الله قاسمي تاءلیف.
۲: فتاوی الاثیمینی. د محمدبن صالح الاثیمین تاءلیف.
۳: فتاوی صراط المستقیم. د مولنا محمد احمد میرپوري تاءلیف.
۴: فتاوی جهانداري. د مولنا ضیاءالدین برني تاءلیف.
۵: فتاوی عالمګیري. د منځني ختیخ، مرکزي اسیا او هند د ۱۵۰ علماوو تاءلیف.
۶: فتاوی النظم: د محمدالحمزاوي تاءلیف.
۷: فتاوی عزیزي. د شاه عبدالعزیز دهلوي تاءلیف.
۸: فتاوی نجیمي. د ابن النجیم المصري الحنفي تاءلیف.
۹: مختصر الفتاوی المهدیه: د محمدالعباسی المهدي تاءلیف.
۱۰: فتاوی الهیثمیه. د احمد شهاب الدین ابن حجر الهیثمي المکي تاءلیف.
۱۱: فتاوی محمودیه. مولنا مفتی محمودحسن ګنګوهی.
۱۲: فتاوی حقانیه. شیخ الحدیث مولنا عبدالحق.
۱۳: فتاوی عثمانیه. مفتی غلام الرحمن.
۱۴: فتاوی رضویه معروف به فتاوی اعلی حضرت، مفتی محمدرحمت علی تیغی مصباحي.
۱۵: فتاوی سراجیه. سراج الدین علی بن عثمان بن محمد اوشي فرغاني.
د اهل سنت والجماعة، د فتاوا پر دې کتابونو برسېره چي ما یې نومونه ذکر کړیدي، ۲۵ ویشت نور کتابونه ماته معلومدي، او لا ښايی زیات وي، چي هر یو یې له۶ څخه تر ۱۰ او ۱۱ ټوکو پوري لري، چي هر ټوک یې له ۴۰۰ څخه تر۶۰۰ مخه پوري دي. د مثال په ډول احسن الفتاوی ۱۰ ټوکه، المسایل المهمه ۱۰ ټوکه، بدایع الصنایع فی ترتیب الشرایع۷ ټوکه، فتاوی رحیمیه ۱۰ ټوکه او . . . د فتاوی د دې کتابونو د اکثرو حکمونه له یوه بل سره طبعاً لږ او ډېر توپیر لريکنه نو د دونه زیاتو فتاوی لیکلو ته څه ضرورت وو. دیني علماء د دې فتاوی د لیکلو په اساس امتیازات او د مولنا،شیخ الحدیث، شیخ القرآن، شیخ القرآن والحدیث او د علامه تر سرحده پوري القاب ترلاسه کړي دي او حتماً به یې فکرکړی وي چي اسلام ته یې ډېر لوی خدمت کړی دی. په داسي حال کي چي دا له اسلام سره څرګند ظلم دی او په لویلاس د مسلمانانو د ګمراهی سبب ګرځېدلی دی. ځکه چي په دومره فتوای کي علماء هم سمه لار نه سي پیدا کولایعوام خو لا هلته پرېږده.
په افغانستان کي تر ټولو مهمه فتوی چي، وروسته، د هغې په اساس، افغانستان د مستقل هویت څښتن سو، د کندهاراو شاوخوا سیمو لپاره، د ایران د صفوي دولت د بیګلربیګي ګرګین خان د ظلمونو او تېریو له امله د مکې معظمې لهعلماوو څخه د میرویس نیکه استفتاء او د هغې په جواب کي د علماوو فتوا وه.
ګرګین ، میرویس خان د دې لپاره اصفهان ته واستاوه چي هلته یې نظر بند او یا بندي کړي او ځان یې له قومي نفوذاو خطر څخه په امان کړي. خو میرویس خان، په خپل عقل او تدبیر، د دربار په عالي رتبه مقاماتو کي نفوذ وکړ اوبالآخره یې له شاه څخه حج ته د تللو اجازه ترلاسه کړه. په دې باره کي زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي.
میرویس خان د مکې معظمې له علماوو څخه د کندهار د وضع په باره کي استفتاء وکړه:
« موږ د ایران په شرق کي د هندوستان سره جوخت ژوند کوو. موږ په اصل کي سنی سنوي یو او د پاکي عقیدېڅښتنان یو. زموږ په سیمه کي ډېر زیات قبایل او اقوام په موږ اړه لري. له څه وخت راهیسي د عجم شاهان چيروافض او د صحابه وو دښمنان دي پر موږ باندي مسلط سوي دي او موږ د هغوی رعیت یو. پر موږ باندي ډېر زیاتظلم او تېری کوي. زموږ په مخ کي، له څلورو یارانو څخه، دریو یارانو ته ښکنځل کوي او بد رد ورته وایی. ګرجیان اوکافران پر موږ باندي مسلط سوي دي. موږ یې په ډول ډول غمونو او بلاوو ګرفتار کړي یو. پوځیان یې په ډیرو برخوکي د شریعت په خلاف عملونه کوي او پر هغوی باندي یې د محافظینو نوم ایښی دی. هغوی زموږ پر ناموس بانديتېری کوي او د هیڅ ډول ظلم څخه مخ نه اړوي. هیڅ ډول زړه سوی او ځوانمردي نه لري او زموږ اولادونه یې راڅخهغلا کړي او بېولي دي. هغوی ګرجستان ته لېږي او هلته یې خرڅوي او شیعه ګان زموږ ښځي په زور په نکاح کوي. کهچیري موږ عاجزان پر دین باندي غیرت کوو نو آیا موږ ته شرعاً روا ده چي پر دوی باندي توري را واخلو او هغوی مړهکړو او هر ځای چي یې ووینو هغوی قتل کړو او په یوه صف او اتفاق له هغوی سره و جنګیږو؟ او که موږ له هغویسره مقابله او جګړه وکړو نو زموږ عمل ته جهاد ویل کېدلای سي؟ او که زموږ څخه څوک ووژل سی هغوی د شهادتمرتبې ته رسیږي؟ او که چیري موږ پر هغوی باندي غالب سو نو بیا د روافضو مال موږ ته روا دی او موږ کولای سوچي د هغوی څخه نیول سوي کسان د جنګي اسیرانو په توګه خرڅ کړو؟ څرنګه چي زموږ مملکت د هندوستان پهڅنګ کي پروت دی نو که موږ خپل ملک د هندوستان پاچا ته، چي زموږ په څېر یو سني سنوي دی، ورکړو او هغه تهپناه یو سو دا روا کار دی؟ زموږ څخه د شرعي شریفي په اساس سوال کیږي کنه؟ زه ستاسي څخه د فتوا غوښتنه کوماو ماته د حقایقو په اساس جواب راکړی» سني علماوو او مجتهدینو هغه ته فتوا ورکړه. میرویس خان هغه فتواورسره واخیستله؛ له حج څخه د اصفهان پر لور روان سو. کروزینسکی، سفرنامه. ص ص ۳۵-۳۶
میرویس خان، د مکې معظمې د علماوو د همدغي فتوا په اساس، په کندهار کي قیام وکړ؛ ګرګین خان یې وواژه او پهافغانستان کي یې د خپلواکی اساس کښېښود. په دې باره کي نور تفصیل زموږ د بحث موضوع نه ده ځکه چي زموږبحث یوازي د استفتاء د شکل او د فتوی په باره کي دی.
کله کله قاضیان، دینی علماء او مفتیان، پرته له دې چي استفتاء ورڅخه سوې وي، ځیني احکام صادروي چي د فتوامفهوم لري. مثلاً په افغانستان کي د اسلامي اِمارت په لومړۍ دوره کي، چي د ۱۹۹۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ پوريیې دوام وکړ، په افغانستان کي، د اسلامی اِمارت مقاماتو، د موسیقۍ ترڅنګ، د تصویرونو جوړول، عکسونه اخیستل،ټلوېزیونونه او حتی د عکاسی کامرې منع کړې. د خلکو ټلوېزیونونه یې مات کړل، د موسیقی فیتې او د ویډیو فیتېیې په ونو وځړولې او څښتنانو ته یې سزاوي ورکړې. له واکمنانو څخه چا پوښتنه نه سوای کولای چي هغوی پهکوم دلیل د خلکو ټلوېزیونونه ماتوي او شخصي شته منیو ته تاوان رسوي.
د ۲۰۲۱ کال د آګست د میاشتي په نیمایی کي طالبان دوهم ځل قدرت ته ورسېدل. موږ ګورو چي په افغانستان کي نهیوازي ډېر زیات ټلوېزیونونه فعال دي بلکه ملي ټلوېزیون او څو نور ټلوېزیونونه پخپله د اسلامي اِمارت له خوا ادارهکیږي او د اِمارت مشران مرکې پکښي کوي. کله چي د اِمارت مشران او عالي رتبه مقامات په هیواد کي دننه او د هیوادڅخه بهر سفرونه کوي او په کنفرانسونو کي برخه اخلي نو باقاعده عکاسان او ژورنالیسټان ورسره ملګري وي او شپهاو ورځ یې متحرک تصویرونه یا فیلمونه د ټلوېزیون پر پرده باندي ښکاره کیږي.
د امِارت له مشرانو څخه څوک د دې پوښتني حق نه لري چي که شل کاله مخکي ټلوېزون درلودل او د عکس اخیستلقبیح او د شریعت مخالف کار وو، شل کاله وروسته څه پېښه سوه چي هغه اعمال اوس بیرته روا بلل کیږي. پرون یېچا د تحریم او نن یې چا د اباحت فتوا صادره کړې ده؟ دغه ځای دی چي عوام، د اسلامي اِمارت د اعمالو په برخه کيله سوالونو سره مخامخ کیږي او جواب یې نه سي ترلاسه کولای.
دغه راز که سعودي عربستان ته وګورو. د محمدبن عبدالوهاب د خپل تحریک په سر کي د عمر بن خطاب د ورور زید بنخطاب قبر، چي له مختلو لیري او نیژدې سیمو څخه یې خلک زیارت ته ورتلل او مراد یې ورڅخه غوښت او پر قبر یېجنډۍ ولاړي وې او متولیانو یې نذرونه اخیستل، خراب کړ او لومړنی کلنګ یې پخپله ور واچاوه. ځکه د محمدبنعبدالوهاب په عقیده له بنده څخه مراد غوښتل شرک وو. په هغه وخت کي او لږترلږه دوه سوه کاله وروسته د سعوديعربستان خلک مجبور ول چي اوږدې ږیري پرېږدي خو نن موږ ګورو چي د هغه نظام مشران، چي ټول ځانونه دمحمدبن عبدالوهاب پیروان هم بولي، ږیري خریی او یا داسي ږیري لري چي نه لرل یې بهتر دي. پخوا به ښځي پهمطلق ډول په کورونو کي ساتلي کېدلې او د ښځو د تعلیم او تحصیل خو چا خبره هم نه سوای کولای. مګر اوسښځي د موټر چلولو لایسنسونه لري، موټرونه چلوي او نه یوازي په عربستان کي په پوهنتونونو کي تحصیل کويبلکه په بهر کي د کفارو په ملکونو کی تحصیلونه کوي او بیرته خپل هیواد ته د خدمت او کار لپاره ستنیږي. اسلامهغه اسلام دی خو په اوامرو او فتواوو کي ژور تغییر لیدل کیږي. البته د افغانستان اسلامی اِمارت، د یویشتمي پېړۍپه دریمه لسیزه کي، په هغه ځای کي ولاړ دی چي محمدبن عبدالوهاب د اته لسمي پېړۍ په سر کي پکښي ولاړ وو. موږ، په دې برخه کي، له سعودي عربستان څخه فقط څه باندي ۳۰۰ کاله وروسته یو. عاقبت په خیر پاته لري