د تریخ چای څخه یی غړپ وکړ او اسویلیو واخست او د نمجنو سترګو سره یی سر په زنګون کیښود او په چغو چغو یی وژړل.
کلونه کلونه وشول چې ما د هوټل اشپزي کوله او چای مې نوم درلود او د لارې مسافرو به هڅه کوله چې یو ځل زمونږ د هوټل چای وچکيخو اول ځل مې داسې مسافر ولید چې له ژونده دومره نا امیده وو.
ساعت په ساعت مې تلوسه زیاتیدله ځکه د قوارې نه راته ملنګ یا سوالګر نه معلومیدلو خبرې او حرکات یی د یو تعلیم یافته او باتجربهانسان غوندې وو.
شاګرد مې کار ته ودرولو او د مسافر خواته نږدې کیناستم او نیم چکل شوی ګیلاس مې ورته ډک کړ او لاس کې مې ورکړ.
سر یی د مننې په پار وخورولو او بیا خپلو فکرونو واخست او له خولې یی ووتل.
شکر چې لا تر اوسه انسانیت ژوندی دی.
سل زړونه مې یو ځای کړ او ورته مې وویل کاکا ولې دومره مایوسه یی؟
ایا علت یی ویلی شې؟
مسافر نمجنې سترګې راپورته کړې راته یی وویل.
وروره زه یو وخت د چا خاوند؛ د چا پلار؛ د چا ورور او د چا کاکا ووم خو اوس هیڅ نه یم.
له وړکتوبه مې مزدوري کړې؛ کار مې کړی ؛ تعلیم مې کړی او رنګا رنګ وظیفې مې کړي.
د ښځې هر ارمان مې پوره کړی ناز مې ورکړی او د اولاد روزنه مې د خپلو وینو په بدل کې کړې ده.
ما که قسمونه خوړلي؛ روشوت مې اخستی او یا کومه ناروا ګټه مې کړې د اولادونو لپاره مې کړي دی.
هغه وخت چې ما بوجۍ بوجۍ خوراکي توکي راوړل صاحب؛ دادا او منلی شخص ووم.
د مسافر خبرې چې تر دې ځایه راورسیدلي نو خاموش شو او فکرونو واخست ما هم ورته ګیلاس ډک کړ غوښتل مې د فکرونو لړۍ ییوشلوم او خبرې یی واورم.
سوړ اسویلی یی وکړ او ویی ویل.
ازادي د انسان حق دی او په خپله خوښه ژوند کول نعمت دی خو مانه دواړه اخستل شوي دي.
اوس صاحب نه یم بلکه د کور چوکیدار یم مجبور یم یوې هګۍ پسې دوکان ته لاړ شم.
زما ازادي صلب شوې ده؛ دا وکه دا مه کوه؛ مبایل مه ګوره دا وخت اوده شه او دا وخت پاڅیږه.
هغه میرمن چې ما د ژوند ملګرې ګڼله نن صبا یی د اولادونو څنګ نیولی دی.
اولادونه د هرې بدبختۍ لامل ما بولي او فکر کوي چې ما د دوی روزنه سمه نه ده کړې په داسې حال کې چې ما هیڅ سستي او ناغیړينه ده کړې.
کله چې چاته نصیحت کوم ټول یو ځای شي او لکه مچۍ راباندې راټولې شي.
زما مریضي دوی پلمه بولي او زما موجودیت یو پیټې.
مطلب انسان تر هغې د عزت سمبول وي چې خپله یی ګټي او په عزت یی خوري.
مسافر څلورمه پیاله هم وچکله او په تبسم سره یی وویل.
ژورنالست صیب تا خبرې واوریدلې خو زه نور هم د احساس کمترۍ ښکار شوم.
ورته مې وویل کاکا مه خفه کیږه دا ژوند دی او ژوند کې دا مشکلات وي.
سر یی وښورولو او ګنډه یی واخستله او له جیبه یی اویا روپۍ راواخستلې او ماته یی راکړې.
ورته مې وویل زما شل روپۍ کیږي او پنځوس بیرته واخله.
مسک شو او راته یی وویل وروره زه پیسې څه کوم شاید دا زما د ژوند اخري رزق وي.
ډیر مې ورته وویل چې شپه ده او بهر واوره او باران دی او دا منطقه داړونکي ځناور هم لري خو مسافر کاکا شله وو چې ضرور ځم اوځان خپل منزل ته رسوم.
مسافر په نمجنو سترګو په تکه توره شپه کې له هوټله ووت او د سترګو په رپ کې له مونږه پناه شو.
سهار چې زمونږ شاګرد له کوره راتلو همغه ګنډه یی لاس کې وه او مسافر داړونګو ځناورو خوړلی وو.
لیکوال بغداد ارماني.