عثماني خلیفه سلطان محمد الفاتح د استانبول په ښار کې د یوه جامع جومات جوړولو امر وکړ او د هغه د جوړولوچارې یې مشهور رومي انجنبر ایبسلانتي ته وسپارلې، ځکه دی د وخت وتلی او تکړه انجنیر و، سلطان محمد الفاتحد جومات په اړه هغه ته ځیني ځانګړې لارښوونې وکړې لکه دا چې د هغه ستنې به د مرمر د کاڼي وي او بل دا چې داستنې به پوره لوړې وي څو جومات لوړ او پرتمين برېښي، سلطان هغه ته د ستنو د لوړوالي معلومه اندازه ښوولېوه.
انجنیر ایبسلانتي چې هره وجه وه د جومات ستنې یې لنډې کړې، په داسي حال کې چې له سلطان سره یې نهمشوره وکړه او نه یې هغه خبر کړ. سلطان محمد الفاتح دا ستنې له ډیره لیرې ځایه راغوښتې وې او د لنډولو پهصورت کې د ده په فکر بې ارزښته وګرځیدلې، نو د رومي انجنیر ایبسلانتي له خوا د هغو په لنډولو هغه ته سخت پهغوسه شو، د هغه د لاس پرېکولو امر یې وکړ او د هغه لاسونه غوڅ شول.
انجنیر ایبسلانتي د سلطان محمد الفاتح په ظلم چوپ نشو پاته او د استنبول مشهور قاضي شیخ صار صاري خضرالجلبي ته یې د سلطان د ظلم په اړه عریضه وړاندي کړه چې هغه یې په ناروا لاسونه پرېکړل، د قاضي الجلبي د عدلاو انصاف کيسې په ټوله عثماني امپراتوري کې د خلکو په خولو وې، قاضي دوه زړی نشو چې د وخت د پیاوړيسلطان پر خلاف عریضه څنګه کړي، سمدستي یې سلطان فاتح ته خپل استازی وروليږه چې قضا ته ځان حاضر کړي،سلطان هم محمدالفاتح و، سمدستي محکمې ته حاضر شو.
سلطان محمد الفاتح د خپل مدعي رومي انجنیر څنګ ته د قاضي په مخ کې ودریدی مدعي یې دعوه بیان کړه قاضيله سلطان نه د ځان د دفاع غوښتنه وکړه، سلطان د خپل مدعي خبره تائید کړه، د جرم اعتراف یې وکړ، او د قاضي لهخوا د حکم صادرولو ته انتظار شو، قاضي په ډاډه لهجه سلطان مخاطب کړ او ورته ویې ویل: د شریعت له امر سره سمقصاصاً به ستاسو لاسونه قطعه کیږي، رومي انجنیر هک حیران پاته شو هغه فکر کاوه چې شاید کوم مالي تعویضبه ورکړل شي، دا یې په خیال او ګومان کې هم نه ورتیریدله چې د قسطنطنیي په فاتح او هغه ستر واکمن چې ټولهاروپا یې له ډاره لړزیدله په هغه باندي به د قصاص حکم کیږي، په ډیر عجز سره یې وویل: زه سلطان ته د قصاص لهحقه تېر یم د هغه په لاس پرېکولو سره ماته هیڅ ګټه نه رسیږي، زه په مالي تعویض راضي یم.
قاضي سلطان ته امر وکړ چې رومي ته به ټول عمر د ورځې لس قطعې (د هغه وخت پیسې) ورکوې، سلطان په دې کارپخپله هم ډیر پښيمانه و او په دې هم خوشاله شو چې له قصاص نه خلاص شو ویې ویل: چې شل قطعې به هره ورځورکوي.